ایکنانیوز د آناتولي له قوله راپور راکړ، د ترکیې خارجه وزارت د میانمار د پوځ او د وسلوالو ډلو ترمینځ د نښتو په سختیدا چې په وروستیو میاشتو کې دعامو خلکو د مرګ ژوبلو د زیاتیدا سبب شوي، سخته اندیښنه څرګنده کړې ده.
د ترکیې خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، په ډيرې اندیښنې سره په وروستیو میاشتو کې د سختو نښتو او په دغو نښتو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلو زیاتیدا په ډيرې اندیښنې سره تعقیبوي.
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، مونږ په راخین صوبې کې په تیره بیا د روهینګیائي مسلمانو کډوالو او عامو خلکو په ضد د حملو په اړه راپورونه او د هغو خلاف ورزیو په باب خبرونه آوریدلي چې د لسګونو زره عامو خلکو د کډوالۍ او د مرګز ژوبلو سبب شوي دي ، چې ورباندې ډير افسوس کوو.ښکیل لوری دې دنړیوال قوانین او انساني قواعد رعایت کړی ، او دعامو خلکو د ژوند او د هغوي د بیخ بینائي تاسیساتو ساتنه دې دنړیوالو قوانینو په اساس وکړي.له داسې اقداماتو چې د قومي یا مذهبی نښتو دزیاتیدا سبب کیږي. ډډهوکړي او سیمې ته دې د انسان دوستۍ د فوري مرستو د رسیدا اجازت ورکړي.
په ۲۰۱۲کال کې هم په میانمار کې په راخین صوبې کې د مسلمانانو اوبودائي ملی پالو او پوځ ترمینځ سختې نښتې شوي چې پکې په لسګونو زره کسان وژل شوي چې زیاتره ئې مسلمانان وو او د هغوي په سلګونو کورونه او کار ځایونه هم پکې سوځول شوي وو.
له دې وروسته بیا په ۲۰۱۷کال اګست میاشت کې د راخین په سرحدي پستو باندې د حملو په پلمه د میانمار پوځ او بودايي ملي پالو د مسلمانانو په ضد پراخ تاؤتریخوالي پیل کړل چې په زرګونو کسان پکې قرباني شول او دغه راز نور په لکونو کسان هم کډه په سر شول چې د ملګروملتو د وروستیو راپورونو په اساس ددغو کډوالو شمیر څه دپاسه نهه لکه کسان ښودل شوی دی. همداراز د نړیوالو بشری حقوقو ادارو د سپوږمکیو انځورونو په ښودلو سره ثابته کړې ده ، چې په سلګونو کلي په کنډوالو بدل شوي دي.